په فاریاب ولایت کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله دوه کسانو ژوند بایللی دی
د فاریاب ولایت رسنیز دفتر اعلان کړی چې، دغه پېښه تېره ورځ د دغه ولایت د شیرینتګاب ولسوالۍ په یوه استوګنیز کور کې رامنځته شوې ده.
د خبرپاڼې پر بنسټ، امنیتي ځواکونو له څېړنو وروسته د دغو کسانو یو خپلوان هم نیولی دی.