په اندونیزیا کې د لګېدلي اور له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۴ تنو ته لوړ شوی دی.
د راپورونو له مخې، د دې پېښې له امله نږدې ۳۰ کسان لا هم ورک دي او ژغورندویان او مرستندویان د هغوی په لټون بوخت دي.
د دې اورلګېدنې لامل لاهم نه دی روښانه او په اړه یې څېړنې روانې دي.