د دوغارون ګمرک عمومي مدیر، افغانستان ته د دوغارون له پولې څخه د روان لمریز کال له پيله د تلې میاشتې پورې د صادراتي توکو د وزن له ۳۲ سلنه زیاتوالي خبر ورکړی دی.

ایراني رسنیو د سید حسن رحیمي‌زاده له قوله راپور ورکړی، چې په دې موده کې د صادراتي توکو ارزښت هم د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

ښاغلي رحیمي‌زاده همداراز ویلي، چې په همدې موده کې افغانستان ته د دوغارون له لارې د صادرېدونکو توکو کچه درې برابره لوړه شوې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *