د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان خلاف لاس موټرو لپاره د سټېکرونو د وېش لړۍ چې رسمي ثبت نه لري، نن له کابل پرته د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې پیلېږي.
د دغه وزارت د خبرتیا له مخې، د یادو موټرو مالکان یوه اوونۍ وخت لري، څو خپل موټرونه یې د ثبت او سټېکر ترلاسه کولو لپاره اړوند ولایت ته ولېږدوي.
د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې د دې مودې له پای ته رسېدو وروسته به له یوه ولایت څخه بل ولایت ته د افغانستان خلاف لاس موټرو لېږد منع وي او د سرغړونې په صورت کې به دغه موټرونه ودرول شي او چلوونکي به یې محکمې ته ور وپېژندل شي.