د شیخ الاسلام هبت‌الله آخندزاده په مشرۍ او د رییس الوزرا او د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال په حضور سره د امنیتي کمېسیون غونډه ترسره شوه.

د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې غونډه کې د تېرو پرېکړو د پلي کېدو، راپورونو او وړاندیز شویو طرحو په اړه بحث شوی او اړوندو ادارو ته اړین هدایتونه صادر شوي دي.

د اسلامي امارت رهبر په دې غونډه کې د دندو پر سم ترسره کولو، له غفلت او بې غورۍ څخه پر مخنیوي، د مجاهدینو له وضعیت څخه د ځان خبرولو او له خلکو سره پر نېک چلند ټینګار کړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *