پر غزې د اسراییلو په بریدونو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۶ کسانو ژوند بایللی او څو نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، اسراییلي ځواکونو د دې بریدونو په څپه کې د غزې په تړانګه کې پر استوګنیزو ودانیو او د بېځایه شویو کسانو پر پنډغالي بریدونه کړي چې له امله یې اورلګېدنه هم رامنځته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند له هوکړې سره سره، په تېرو څو ورځو کې پر غزې د تلآویو بریدونو زور اخیستی دی.


