په مسکو کې د اسلامي امارت سفیر ګل حسن حسن، د استراخان په څلورمه نړۍواله غونډه کې ګډون او وینا کړې ده.
په مسکو کې د اسلامي امارت د سفارت د خبرپانې پر بنسټ، ښاغلي حسن په سیمه ییزې سوداګرۍ او ترانزیټ کې د افغانستان د ستراتیژیک موقعیت پر اهمیت او د افغانستان، روسیې، ترکمنستان او ایران ترمنځ د ترانسپورټي، سوداګریزو، ګډو پانګونو او تولیدي همکاریو پر پیاوړتیا ټينګار کړی دی.
ښاغلي حسن دغه راز د افغانستان د محصولاتو د صادراتو پراختیا، بانکي او ګمرکي اسانتیاوو او د روسیې بازارونو ته د افغان سوداګرو د لاسرسي غوښتنه کړې ده.
د اسلامي امارت سفیر دغه راز د دې غونډې په څنډه کې د استراخان له والي او یوشمېر اقتصادي چارواکو سره، د ویزو د صاردېدو اسانتیا او د اقتصادي اړیکو پراختیا په اړه خبرې کړې دي.


