د کډوالو وزارت د همغږۍ او د بشرپالو مرستو د رسیدنې په برخه کې له دوو همکارو بنسټونو سره د ۹۶۳ زره او ۹۴۴ امریکایي ډالر او ۷۴ میلیون او ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت د همکارې د دریو هوکړه لیکونو له لاسلیکېدو خبر ورکړی دی.
د دې وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ دا مرستې به د یو زره او ۶۱۰ راستانه شوي کډوالو او کوربه ټولنو او همداشان د شیدې ورکوونکو غاوو او کرنیزو بستو د ویش په برخو کې د ۳۴۷ زره او ۸۲۰ تنو، له کوچنیو کسب او کار د ملاتړ، د مشارکتي برنامو د پلې کېدو او څیړنیزو فعالیتونو په برخو کې ولګول شي.


