د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) قاضیانو پرېکړه کړې، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او داعش خراسان له لوري د احتمالي جنګي جنایتونو په اړه د څېړنو یوه برخه پای ته ورسوي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دغې محکمې قاضیانو ویلي، چې د دغو څېړنو په اغېزناکه پرمخ بېولو کې د څارنوالانو نه وړتیا له امله د دې دوسیې د تړلو پرېکړه کړې ده.