د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې مسکو تل له سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو څخه د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د شخړو له حل څخه ملاتړ کوي.

ماریا زاخارووا ټینګار کړی، چې که افغانستان او پاکستان لېوالتیا ولري، روسیه چمتو ده چې د دواړو لورو ترمنځ د مذاکراتو په بیا پیلېدو کې همکاري وکړي.

آغلې زاخارووا زیاته کړې، چې مسکو باور لري د خبرو اترو لپاره اراده د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د ساتلو بنسټ دی او د سیمه‌ییز امنیت په ټینګښت کې مهم عامل دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې همدارنګه له هر ډول پټو موخو او دوه‌ګونو معیارونو پرته د نړیوال ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار کړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *