د افغانستان لپاره د اوزبېکستان ځانګړي استازي په دغه هېواد کې د بلجیم له سفیر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د اوزبېکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د افغانستان د اوسني وضعیت او له کابل سره د همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په اوزبېکستان کې د بلجیم سفیر د افغانستان پر وړاندې د یوه واحد او همغږي سیمهییزې تګلارې د رامنځته کولو په موخه یې د تاشکېنت هڅې ستایلې دي.