د اسلامي امارت د مالیې وزیر، محمد ناصر آخند، ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د اقتصاد او مالیې له وزیر، سید علي مدني زاده سره کتلي او د پانګونې، سرحدي او ګمرکي مسایلو، سوداګرۍ، ترانزیټ او د دواړو هېوادونو د ګډ کمېسیون فعالیتونو په تړاو خبرې کړې دي.

د مالیې وزارت اعلان وکړ چې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران د ګمرکي سیسټم نښلون، د ګمرکونو ۲۴ساعته فعالیت، په بندرونو کې د موټرو د تګ راتګ زیاتېدو، د موټرو له ځنډېدو څخه مخنیوي او ایران ته د افغانستان صادراتو لپاره د اسانتیا رامنځته کېدو په اړه هوکړه کړې ده.

په دې کتنه کې دغه راز هوکړه وشوه چې د اسلام کلا بندر فعالیت د راتلونکې پیلنۍ ورځې څخه په ۲۴ساعته ډول پیل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *