د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی چې په کابل کې د تاجیکستان سفیر، سعدي شریفي، د دغه خونې له رییس سید کریم هاشمي سره په کتنه کې، د دواړو هېوادونو د پولې په اوږدو کې د ګډ بازار جوړېدو ته د خپل هېواد له لېوالتیا خبر ورکړی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې پر بنسټ، دواړو لورو په دې کتنه کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د دوه اړخیزو همکاریو پر زیاتېدو او د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګوالو لپاره د تازه فرصتونو پر برابرېدو خبرې کړې دي.
بلخوا، د تاجیکستان سفیر ویلي چې د ګډ بازار د رامنځته کېدو موخه، د دواړو هېوادونو سوداګرو، پانګوالو او وګړو ترمنځ د راکړې ورکړې زمینې برابرېدل او د اقتصادي تعاملاتو پراختیا ده.