د اسلامي امارت رهبر، شیخ الاسلام هبت الله اخندزاده، میدان وردک ولایت ته په سفر کې او د دغه ولایت سیمه ییزو مسوولینو سره په لیدنه کې، د زده کړې پر پراختیا، علماوو ته پر درناوي، د عدالت پر ټينګښت، د ټولنې پر اصلاح او د مسوولینو ترمنځ پر یووالي او همغږۍ ټينګار کړی دی.

د خبرپاڼې پر بنسټ، د اسلامي امارت رهبر له مسوولینو غوښتي دي څو له محاکمو، د امربالمعروف او نهې عن المنکر ادارې او امنیتي ځواکونو سره دوامداره همکاري ولري څو په ټولنه کې عدالت تامین، فساد لمنځه ولاړشي او امنیت په ښه توګه تامین شي.

هغه دغه راز ټينګار کړی چې د زده کړې پراختیا او علماوو سره سلا مشورې د نظام ټينګښت کې اهمیت لري.

دا په داسې حال کې ده چې، د اسلامي امارت رهبر په دې سفر کې په میدان وردک ولایت کې په ۲۹جریبه ځمکه کې د څه باندې ۳۶۵میلیون افغانیو په لګښت سره د یوه نوي جومات او د یوه ۲۰۰بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *