د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس د بلخ له والي سره د سوداګرو او پانګوالو  ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې کړې دي.

سید کریم هاشمي په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد د اقتصادي سیاستونو په چوکاټ کې د خصوصي سکټور له مشروع ګټو ملاتړ کوي او د سوداګرۍ د ودې او پانګونې د پراختیا لپاره هڅې کوي.

د دې خونې د خبرپاڼې له مخې، د بلخ والي محمد یوسف وفا په هېواد کې د پانګونې پر اهمیت په ټینګار له سوداګرو غوښتي چې د کارخونو او اقتصادي تشبثاتو په رامنځته کولو او پراختیا سره د هېوادوالو لپاره دې لا ډېرو کاري فرصتونو زمینه برابره کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *