د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشرپاله مرستو د همغږي کوونکي دفتر رییس د همکاریو د پراختیا او د خلکو اړتیاووته د رسېدو په موخه د ګډو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.
عبداللطیف منصور د خلکو د لومړیتوبونو او اړتیاوو پر بنسټ د پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، د ملګرو ملتونو د بشرپاله مرستو د همغږي کوونکي دفتر رییس هم، د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د یاد بنسټ له هڅو ډاډ ورکړی دی.


