د کرنې وزارت اعلان وکړ چې، اټکل کېږي سږکال د ننګرهار د ۱۵ ولسوالیو له بڼونو څخه شاوخوا نهه زره متریک ټنه مالټې راټولې شي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، تېر کال په ننګرهار کې د مالټو له ۱۶۴۵جریبه باغ څخه، څه باندې ۸ زره او ۷۱۶ټنه حاصلات راټول شوي و، خو د بڼونو د ساحې زیاتېدو سره، تمه کېږي دغه شمېر سږکال نهه زره ټنو ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې، د ننګرهار د کرنې ریاست ۱۱زره کروندګرو او بڼوالو ته د بڼونو ساتنې او نباتي افتونو څخه مخنیوي په اړه روزنه ورکړې ده.


