افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د افغانستان پلاوي به په نږدې راتلونکي کې اړینو هوکړو ته د لاسرسي په صورت کې، روسیې ته سفر وکړي.
ښاغلي کابلوف د ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ټينګار کړی چې، د دغه اټکلي سفر موخه، تړونونو او په اقتصادي برخو کې مشخصو هوکړو ته رسېدل دي.
د روسیې ځانګړي استازي په افغانستان کې د روسي پلاوي د سفر هرکلي او لېوالتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د کچې د لوړېدو په اړه هم خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال په روانه زېږدیزه میاشت کې په کابل کې د خپل سفر پرمهال، د اسلامي امارت له چارواکو سره وکتل. د دواړو هېوادونو خصوصي سکټور دغه راز په دې سفر کې د ۱۰۳میلیون ډالرو په ارزښت ۱۵ سودارګریزې هوکړې لاسلیک کړې دي.


