د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند اعلان کړی چې، د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې شپږ تنه غله له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
د خالدځدراڼ په وینا، دغه پېښه نن سهار رامنځته شوې چې امنیتي ځواکونو د دغه کسانو لېږدوونکی موټر تعقیب کړی او د نښتې لامل شوی دی.
هغه زیاتوي چې، په دغه پېښه کې درې میله وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.