د احصایې او معلوماتو ادارې عمومي مشر عبدالقاهر حاجي ادریس په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د ځانګړي استازي مرستیال برونو لیمارکیس او د ملګروملتونو سازمان د وګړو صندوق له استازو سره لیدنه کړې ده.

د دې ادارې د خبرپاڼې پر بنسټ په دې لیدنه کې دواړه لوري د نفوسو د شمېرنې د بهیر د ملاتړ، د کلیو د تثبیت، د سروې ګانو د ترسره کولو، د کارکوونکو روزنې، د تخنیکي وسایلو د برابرولو او د حیاتي پېښو د ثبت او تثبیت په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي ادریس په دې برخو کې د ملګروملتونو سازمان د بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کړې او برونو لیمارکیس هم د همکاریو د دوام او له احصاییوي برنامو څخه د نړیوال ملاتړ د جلب لپاره د ګډو ناستو په ترسره کېدو ټینګار کړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *