روسیې افغانستان ته د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د توکو د صادرولو لپاره له هوکړې خبر ورکړی دی.
د روسیې تاس خبري اژانس د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونه کې له افغانستان سره د روسیې د سوداګرۍ همکارۍ شورا د رییس له قوله راپور ورکړی، چې دغه هوکړه په کابل کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزې ناستې په ترڅ کې شوې ده او په کې د غله جاتو، اوړو، درملو او برېښنايي تجهیزاتو صادرات شامل دي.