د معیار او کیفیت ادارې عمومي رییس، عبدالله حاجي بشیر ایران ته د خپل سفر په دوام د دغه هېواد د اندازه‌ پېژندنې، اوزان او مقیاس ملي مرکز له رییس سره لیدلي دي.

د معیار او کیفیت ادارې اعلان وکړ چې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا، د تجربو او تخنیکي پوهې پر تبادلې، روزنیزو همکاریو او د لابراتوارونو پر اعتبار ورکولو خبرې کړې دي.

د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې، افغان پلاوو له چاڼ ځایونو او تخصصي لابراتوارونو، په ځانګړي ډول د خوراکي توکو او حلال  لابراتوارونو څخه لیدنه کړې او په ایران کې د کیفیت د ازمېښت او ارزونې له وړتیاوو او لارو چارو سره بلد شوي دي.

دغه ادارې زیاته کړې، چې دا لیدنې د تخنیکي او لابراتواري ظرفیتونو د پیاوړتیا، د محصولاتو د کیفیت د تضمین او د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه ترسره شوې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *