پر غزې د اسراییلو د بریدونو په دوام سره څلور فلسطینیانو ژوند بایللی او څو نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، اسراییلي ځواکونو د دغو بریدونو په څپه کې د غزې په ښار کې یوه ودانۍ په نښه کړې ده.
ورته مهال، روغتیايي سرچینو د غزې په سوېل کې د اسراییلو ځواکونو له لوري د یوه کس له په نښه کولو خبر ورکړی دی.