د اقتصاد وزیر یوځل بیا له نړۍ سره د افغانستان د اقتصادي او سیاسي تعاملاتو د زمینې د برابرېدو پر اړتیا ټينګار کړی دی.
دین محمد حنیف د یوناما له مشرې رباب فاطمې سره په کتنه کې دغه راز د اقتصادي بندیزونو او محدودیتونو د لرې کېدو او د هېواد د ارزي زیرمو د ازادېدو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي حنیف، د اقتصادي نظام پیاوړتیا، د سوداګرۍ پراختیا او د کاري فرصتونو برابرېدو کې خپلو ملي شتمنیو ته یې د افغانستان لاسرسی اغېزناکه بللی دی.
د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، مېرمن فاطمې هم له نړۍ سره د افغانستان د سیاسي تعامل ښه کېدو، د بشرپاله مرستو دوام او له خصوصي برخې څخه ملاتړ په موخه د یوناما له هڅو ډاډ ورکړی دی.


