په کونړ ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ په نښته کې یو تن ژوند بایللی او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

د کونړ ولایت امنیه قوماندانۍ اعلان وکړ چې، دغه پېښه نن د دغه ولایت د وټه پور ولسوالۍ اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

امنیتي ځواکونه تر پېښې وروسته، سیمې ته رسېدلي او د پېښې په تړاو یې پنځه تنه نیولي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *