د عامې روغتیا وزارت د دغه وزارت د رهبرۍ بورډ د ۲۸مې ناستې له ترسره کېدو خبر ورکړی دی.
د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په دې ناسته کې ویلي، هغه روغتونونه چې د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ اړین معیارونه یې نه دي بشپړ کړي، د خپلو نیمګړتیاوو د لرې کولو لپاره به ورته وخت ورکړل شي.
د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي جلالي بیا ټینګار کړی چې د نه اصلاح کېدو په صورت کې به د هغوی د فعالیتونو د ځنډولو په اړه پرېکړه وشي.
د کابل د استقلال روغتون د سوځېدنې څانګې اړتیاوې، د سوځېدنې په اړه د پوهاوي زیاتول او د روغتونونو تجهیزول د دې ناستې د بحث له نورو موضوعاتو څخه دي.