د هرات د اسلام ‌کلا په ګمرک کې د څه باندې ۱۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې دي.
د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغو پروژو کې د وسایطو لپاره د تم‌ځای جوړول او د ګمرک د ننه د سړکونو کانکرېټول شامل دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به په یاد ګمرک کې د خدماتو وړاندې کولو بهیر هم ښه شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *