د اسلامي امارت د فاع وزارت اعلان کړی چې د دې وزارت درې ورځینې امنیتي او مشورتي ناسته د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ، د معینانو، د ریاستونو د مشرانو، د ساحوي قول اردوګانو د قومندانانو او د مرکزي قطعاتو د مسوولینو په شتون سره ترسره شوې ده.

د دې وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ په دې ناسته کې د پوځي قطعاتو مسوولینو خپلې ستونزې او کاري اړتیاوې مطرحه کړي او دې وزارت د دوې ستونزو ته د رسیدنې لپاره لازمې لارښوونې وړاندې کړې دي.

همداشان د دفاع وزیر او د دې وزارت لومړي مرستیال د دفاعي ځواکونو د وړتیا لوړیدو، مسوولیت منلو او پر نظم او انضباط ټینګار کړی دی. د پوځ لوی درستیز محمد فصح الدین فطرت هم د دفاعي خواکونو ترمنځ پر لا همغږۍ او د دندې پر سمې اجرا ټینګار کړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *