د عامې روغتیا وزیر هېوادوالو ته د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو پر ښهوالي ټینګار کړی دی.
نورجلال جلالي د بلخ او غور ولایتونو د عامې روغتیا له رییسانو سره په لیدنه کې ویلي، چې د عامې روغتیا وزارت خلکو ته د باکیفیته، عادلانه او معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.
د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي جلالي همداراز د هېواد په ټولو ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او د خلکو روغتیايي اړتیاوو ته د رسېدنې په موخه له هڅو خبر ورکړی دی.