د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال وايي، د افغانستان او اوزبېکستان اړیکې، په ځانګړي ډول په اقتصادي برخه کې د پراختیا په حال کې دي.

عبداللطیف نظري پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې کابل او تاشکېنت د اقتصادي پراختیا په برخه کې ګامونه اخیستي دي.

ښاغلي نظري زیاته کړې، چې افغانستان او منځنۍ اسیا ګډې اقتصادي، سوداګریزې او ټرانزیټي ګټې لري او د اړیکو پراختیا د دواړو لورو ګټې تامینوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *