د اسلامي امارت رهبر په هغې غونډه کې، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د ملي دفاع په وزارت کې جوړه شوې وه، وینا کړې ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، شیخ هبت‌الله اخندزاده په دې غونډه کې د ټولنې پر اصلاح، امربالمعروف او نهې عن المنکر او د هېواد پر لویو لارو کې د ترافیکي پېښو له امله د تلفاتو پر مخنیوي ټینګار کړی او له علماوو او مسوولینو یې غوښتي، چې په دې برخو کې خپل مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کړي.

بلخوا، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه کې لیکلي، چې د اسلامي امارت رهبر شیخ هبت‌الله اخندزاده  تېره ورځ ماښام په ارګ کې له رییس‌الوزرا، یو شمېر وزیرانو او د اسلامي امارت له یو شمېر نورو مسوولینو سره هم کتلي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *