د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونو له مسوولینو او د دغه هېواد له پانګوالو سره په کتنه کې د خصوصي سکټور د همکاريو پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ګډې خونې جوړېدو په اړه خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې، په دې کتنه کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ پراختیا، هند ته د افغانستان د صادراتو زیاتېدو، د صادراتو پر وړاندې شته ننګونو او په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو په اړه بحثونه شوي دي.
په دې کتنه کې، هندي پانګوالو په افغانستان کې پانګونې لپاره خپله لېوالتیا ښودلې او د دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو او په هند کې د افغانستان د سفارت سوداګریزې اتشې له لارې د اړیکو پر دوام ټينګار کړی دی.