پر غزې د اسراییلو د بریدونو په دوام کې درې فلسطینیانو ژوند بایللی دی.
د راپورونو له مخې، په دې برید کې د اسراییلو بېپیلوټه الوتکو د غزې تړانګې په سوېل کې یوه جومات ته نږدې سیمه په نښه کړې، چې له امله یې څو نور کسان ټپیان شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت له خوا د تازه خپرو شویو شمېرو له مخې، د تېر میلادي کال راهیسې د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند د هوکړې له عملي کېدو څخه تر اوسه پورې، پر غزې د اسراییلو په بریدونو کې نږدې دوه زره فلسطینیانو ژوند بایللی او تر پنځو زرو ډېر ټپیان شوي دي.