پر غزې د اسراییلو د بریدونو په دوام کې درې فلسطینیانو ژوند بایللی دی.

د راپورونو له مخې، په دې برید کې د اسراییلو بې‌پیلوټه الوتکو د غزې تړانګې په سوېل کې یوه جومات ته نږدې سیمه په نښه کړې، چې له امله یې څو نور کسان ټپیان شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت له خوا د تازه خپرو شویو شمېرو له مخې، د تېر میلادي کال راهیسې د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند د هوکړې له عملي کېدو څخه تر اوسه پورې،  پر غزې د اسراییلو په بریدونو کې نږدې دوه زره فلسطینیانو ژوند بایللی  او تر پنځو زرو ډېر ټپیان شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *