روسیې د اوکراین د ۲۳۰ بې پیلوټه الوتکو له رانسکورولو خبر ورکړی دی.
د روسیې تاس خبري آژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیسټمونو د روسیې او تور سمندرګي پر فضا د اوکراین ۲۳۰ بې پیلوټه الوتکې له منځه وړې دي.
د روسیې دفاع وزارت تر دې وړاندې هم د اوکراین د زرګونو بېپیلوټه الوتکو له مخنیوي او له منځه وړلو خبر ورکړی و.