تېره ورځ د کابل ښار د یوولسمې حوزې په اړوندو کې درې وسله وال غله، د شرطه ځانګړو ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې، دغه کسانو شاوخوا درې اوونۍ وړاندې په کابل کې د یوه خصوصي بانک پر موټر برید کړی و، چې په پایله کې یې د دغه بانک دوو کارکوونکو ژوند بایللی و او یوه اندازه پیسې یې غلا کړې وې.

دا په داسې حال کې ده چې، شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې، د دغې ډلې اړوند اووه تنه نور هم نیول شوي وو چې له څېړنو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *