افغانستان لپاره د اوزبېکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف، په پولنډ کې د اروپا د ختیځ د مطالعاتو مرکز له رییس، وویچخ کونونچوک سره لیدلي دي.

د اوزبېکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې، په دې کتنه کې د افغانستان اوسني وضعیت او د کابل په تړاو دوه اړخیزې همکارۍ په اړه خبرې شوې دي.

د دغه وزارت په خبره، وویچخ کونونچوک د افغانستان پر وړاندې ګډې سیمه ییزې تګلارې لپاره د اوزبېکستان له هڅو ستاینه کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *