د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، هېواد به یې هر ډول پوځي برید ته ځواب ورکړي.
اسماعیل بقايي په یوه خبري ناسته کې ټینګار کړی چې تهران به د ډیپلوماسۍ له وسایلو د کارونې ترڅنګ، هر ډول برید ته ځواب ورکړي.
ښاغلي بقايي همدارنګه د خپل هېواد د اټومي برنامې د پرېښودو اړوند د واشنګټن غوښتنې ته په نغوتې سره ویلي چې، تهران له اټومي انرژۍ د سولهییزې کارونې په تړاو له خپل حق څخه پاتې نه راځي.