د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ، چې د دغه وزارت د خوړو او درملو معینیت پنځه کسیز تخنیکي پلاوي، د درملو د کیفیت او اغېزمنتیا د ارزونې په موخه، بنګله ‌دېش ته سفر کړی دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه پلاوی د درملو د تولید فابریکې له نږدې ارزوي، څو د تولید او د محصولاتو د کیفیت بهیر کې د اړینو معیارونو له مراعتولو څخه ډاډ ترلاسه کړي.

دغه وزارت د دې سفر موخه هېواد ته د غیرمعیاري درملو د وارداتو مخنیوی بللی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *