د معیار او کیفیت ادارې عمومي مشر عبدالله حاجي بشیر د یوه پلاوي په مشرۍ د څلور ورځني سفر په موخه ایران ته سفر کړی دی.

د دې ادارې د خبرپاڼې پر بنسټ، دا پلاوی د دې سفر په لړ کې د ایران د استاندارد ادارې له مسوولینو او د صنعتي ټولنو له مشرانو سره لیدنه او د دې هېواد له یو شمېر تولیدي فابریکو څخه به هم لیدنه وکړي.

دې ادارې همداشان زیاته کړې چې د سیمه ییزو او نړیوالو بنسټونو سره د همکاریو پراختیا، د تجربو تبادله او د معیار او کیفیت ادارې د مسلکي ظرفیتونو لوړېدل د دې سفر له موخو څخه یاد شوې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *