روسیې د اوکراین د نږدې ۳۰۰ بې‌پیلوټه الوتکو له نسکورولو خبر ورکړی دی.

د روسیې تاس خبري اژانس د دغه هېواد د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړی، چې د روسیې هوايي دفاعي ځواکونو تېره شپه د دغه هېواد پر بېلابېلو سیمو د اوکراین ۲۷۵ بې‌پیلوټه الوتکو مخنیوی کړی او له منځه یې وړې دي.

د روسیې دفاع وزارت تر دې وړاندې هم د اوکراین د زرګونو بې‌پیلوټه الوتکو له مخنیوي او له منځه وړلو خبر ورکړی و.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *