د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، د دغه هېواد دوه ورځنۍ طرحه کولای شي د تهران او واشنګټن ترمنځ هوکړې ته د رسېدو لپاره زمینه برابره کړي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، سید عباس عراقچي ټینګار کړی، چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د دغه هېواد دوه ورځنۍ طرحه لا هم پر مېز ده او که امریکا هوکړې ته د رسېدو لېوالتیا ولري، دغه وطرحه کولای شي اړینه زمینه برابره کړي.
ښاغلي عراقچي زیاته کړې، چې هېواد یې د یوې باعزته هوکړې په لټه کې دی.