د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په خبري ناسته کې وايي، د تاجیکستان له ولسمشر امام علی رحمان سره به په لیدنه کې، د افغانستان وضعیت او په دې برخه کې د همکاریو پراختیا لرلید په اړه خبرې وکړي.
ښاغلي پوتین دغه راز ټينګار کړی چې دې وروستیو کې د روسیې د لومړي وزیر د مرستیال په مشرۍ د دغه هېواد دولتي پلاوي افغانستان ته سفر کړی او ټاکل شوې ده د دغه سفر پایلې د تاجیکستان له ولسمشر سره هم شریکې کړي.
هغه په تاجیکستان کې د روسیې ۲۰۱ پوځي اډه په سیمه کې د امنیت له مهمو تضمینوونکو څخه بللې ده.