د اوزبېکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې اعلان کړی چې د افغانستان او اوزبېکستان د اوسپنې پټلۍ مسوولینو په حیرتانو کې په کتنه کې، د اوسپنې پټلۍ برخه کې د همکاریو پر پراختیا، له شته ظرفیتونو څخه پر اغېزناکه ګټنې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو لېږد د کچې زیاتېدو په اړه خبرې کړې دي.
د اوزبېکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د راپور پر بنسټ، د اوزبېکستان د اوسپنې پټلۍ سهامي شرکت د مدیره پلاوي رییس او د افغانستان د اوسپنې پټلۍ رییس عبدالکریم فاتح په دې کتنه کې، د رېلي انتقالاتو پر زیاتېدو ټينګار کړی دی. دواړو لورو دغه راز ویلي دي چې په روان کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو لېږد کچې د پام وړ زیاتوالی موندلی دی.
دواړو لورو دغه راز، د نایب اباد تم ځای پراختیا، د اوسپنې پټلۍ له لارې له حیرتانو څخه تر مزارشریف د توکو لېږد پیل، د رېل ګاډو ورځني تګ راتګ زیاتېدو او د اوسپنې پټلۍ برخه کې د افغان متخصصینو روزنې او د ظرفیت لوړېدو په اړه هوکړه کړې ده.