د بلخ د عامې روغتیا ریاست په تېرو اووه میاشتو کې د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې د جراحۍ د څه باندې ۲۶زره عملیاتو له ترسره کېدو خبر ورکوي.
د دغه ادارې د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه عملیاتو کې څه باندې ۵ زره لوی عملیات او ۱۷ زره کوچني عملیات شامل دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې، په دې موده کې نږدې ۲۷۲زره ناروغانو د سراپا خدمات او ۵۱ زره تنو داخل بستر خدمات ترلاسه کړي دي.