د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر اعلان کړی، چې تمه ده سږ کال په هېواد کې له ۵۰ تر ۷۰ ټنو پورې زعفران راټول کړل شي.
د خبرپاڼې له مخې، په هېواد کې د زعفرانو تر کښت لاندې له ټولټال ۱۴ زره هکټاره ځمکې څخه، یوازې نږدې ۱۲ زره هکټاره ځمکه په هرات ولایت کې دې محصول ته ځانګړې شوې ده.
په یاد ولایت کې د زعفرانو کروندګر هم د هوا له مناسبو شرایطو او د دې محصول د حاصلاتو د کچې له زیاتوالي خوښي څرګندوي.