د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له ګاونډیو هېوادونو او سیمه‌ییزو شریکانو سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه له هڅو خبر ورکړی دی.

احمدالله زاهد له سپوتنیک خبري اژانس سره په مرکه کې ټینګار کړی چې کابل د اقتصادمحوره سیاست پر بنسټ په افغانستان کې د هند او روسیې له پانګونې هرکلی کوي.

ښاغلي زاهد همدارنګه د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزو اړیکو ته په اشارې، له بهرنیو پانګوالو غوښتي چې په هېواد کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې فرصتونه وڅېړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال همدارنګه د کابل او نوي ډیلي ترمنځ  تر دوه میلیارد ډالرو  پورې د سوداګرۍ د کچې  زیاتېدو په موخه له هڅو خبر ورکړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *