په پاکستان کې د سویس سفیر د افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي او د ناروې له سفیر سره د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
په پاکستان کې د سویس سفارت اعلان کړی چې په دې لیدنه کې اسټفان ري زیاته کړې، چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی او د دې موخې ترلاسه کول د نړیوالې ټولنې دوامداره تعامل، د شریکانو ترمنځ نږدې همغږۍ او د سیمې له هېوادونو سره د خبرو اترو دوام ته اړتیا لري.