د رییس الوزرا د مقام دفتر عمومي رییس افغانستان لپاره د بریټانیا له ځانګړي استازي سره په کتنه کې ویلي چې، کابل د نړۍ له هېوادونو سره د ملي ګټو او متقابله درناوي پر بنسټ د تعامل او همکارۍ غوښتونکی دی او سیمه ییزې سولې او ثبات څخه ملاتړ کوي.
ارګ اعلان وکړ عبدالواسع زیاته کړې چې، اسلامي امارت د اقتصاد محوره بهرني سیاست په څوکاټ کې، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د مسایلو سوله ییز حل د خبرو اترو او مذاکرې له لارې څاري.
د خبرپاڼې پر بنسټ، ریچارد لیندسي ویلي چې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو هوارۍ او د اړیکو عادي کېدو لپاره یې، دواړو لورو سره خبرې کړي او په پام کې ده په نږدې راتلونکې کې پاکستان ته سفر وکړي څو د دواړو هېواودونو ترمنځ د مذاکراتو او تفاهم زمینه برابره شي.