د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي د تانزانیا د سوداګرۍ د اوومې ناستې په څنډه کې د کنیا د کانونو له وزیر حسن علي جوه سره لیدنه کړې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ په دې لیدنه کې دواړه لوري د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د پانګه ونې فرصتونو، د کانونو د بسته بندې او کانیزو محصولاتو د صادراتو په برخه کې د همکارې ، د کرنیزو او صنعتي تولیداتو او همداشان د یو بل په بازارونو کې د افغانستان او کنیا د محصولاتو د شتون د زمینې برابریدو په اړه خبرې کړې دي.

د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له کنیا څخه د لا زیاتو محصولاتو د وارداتو او د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتیدو ټینګار کړی او د دې هېواد د کانونو وزیر هم د همکاریو له پراختیا هرکلی کړی دی.

دې وزارت زیاته کړې چې دواړه لوري د ګډو نندارتونونو د ترسره کېدو او د تړونونو د څیړنې په موخه د ګډې کاري ډلې د رامنځته کېدو لپاره د یوه هوکړه لیک د جوړیدو په اړه سره غږیدلي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *